د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي پاکستان کې د موجودو چینایي وګړو حفاظت زمونږ ملي مسولیت دی اؤ د پاکستان اؤ چین دوستۍ ته د ضرر رسولو هیڅ یوه هڅه به کامیابۍ ته نه پرېښودل کیږي.
د کورنیو چارو وزیر د خالي به ورځ د چین د قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې اؤ د چین کونسل جنرل ژاؤ شرین ته یې باور ورکړی دی چې پاکستان به پخپله خاوره کې د چین وګړو ته بشپړ امنیت ورکوي.
د کورنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د چین کونسل جنرل سره لیدنه کې دواړو مشرانو د اړونده خوښۍ اؤ دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا خبرې اترې کړې اؤ هم یې د چین د وګړو دامنیت په اړه خیالات تبادله کړي دي.
د کورنیو چارو وزیر د چین کونسل جنرل د حکومت له لوري د چیني وګړو د تحفظ لپاره د اخستل شوؤ ګامونو نه خبر کړی اؤ ورته یې ویلي چې حکومت ټولو اړونده ادارو ته په کلکه ویلي چې باید د چینایي وګړو تحفظ ته کوټلې توجو وکړي.
هغه ویلي چې د چینایي وګړو په حفاظت کې به هیڅ کسر نه پرېښودل کیږي اؤ حکومت به د هر هغه سازش مخه نیسي چې مقصد یې د چین اؤ پاکستان دوستۍ ته زیان رسول وي.
په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا بشام سیمه کې د چینایي انجنیرانو په یوه قافله ځانمرګي برید شوی ؤ چې پینځه انجنیران اؤ د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي دي.
له دغه برید وروسته چین په پاکستان ټینګار کړی چې باید د وګړو تحفظ یې باوري کړي اؤ ترڅو ورځو چینایي کمپنیو پاکستان کې په جوړیدونکو ډیمونو خپل کارونه هم ودرولي وؤ.
د ترهګرۍ ددغه سترې پېښې وروسته د روانې میاشتې په پیل کې وزیراعظم شهباز شریف پرېکړه کړې وه چې ملک کې د میشتو چینایي وګړو د امنیت چارې به هره میاشت پخپله ارزوي .
هغه ویلي وؤ د ترهګرۍ پرضد جګړې ته به تر هغې دوام ورکول کېږي ترڅو چې هیواد نه په بشپړ ډول د ترهګرۍ نوغی نه وي ویستل شوی.
د پاکستان حکومت پرله پسې دعوې کوي چې پاکستان د بهرنیو سرمایه کارانو اؤ تجارانو لپاره یو خوندي هیواد دی خو د حکومت د دغو دعوؤ باجود وخت په وخت پاکستان کې په بهرنیو وګړو د بریدونو رپورټونه مخې ته راځي.
د روانې اپریل میاشتې په ۱۹مه نېټه هم د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د جاپان د وګړو په یو ګاډي ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ خو پولیسو ویلي وؤ چې په دغه برید کې د جاپان وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
Forum